تیر کال په کندهار کي پر ۵ زره جریبه مځکه نوي باغونه ایښودل سوي دي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د کرني مسؤلین وايي، تیر کال په دغه ولایت کي پر ۵ زره جریبه مځکه د پستې او د  زیتون باغونه ایښودل سوي دي.

د کندهار د زراعتي مځکي زیاته برخه د انارو او انګورو باغونو نیولي  چي کندهاري کروندګر ورڅخه هر کال په میلیونونو پيسي تر لاسه کوي.

د کندهار  د کرني رئیس حفیظ الله سیدي د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چي هڅه يې داده تر څو په یاد ولایت کي د پستې او زیتون باغونو ایښودل رواج کړي.

دی وايي، راتلونکی کال به همدارنګه پر زرګونو جریبه دولتي مځکو تجارتي باغونه هم کښېنوي.

دکرنی مسؤلین همدارنګه زیاتوي چي دا مهال یې په کندهار کي د ۲۶۰۰ مټرکه ټنه د کرني د غنمو د ویش لرۍ هم پيل کړې ده.

تیر کال د کرني ریاست د ۲۴ میلیونو افغانیو د خوراک غنم پر کروندګرو د کرنی لپاره ویشلي وو.

خو د یاد ریاست رئیس وايي، سږ کال يې د تیر ځل تخطیو مخه نیولې او هغه کسان يې څارنوالۍ ته معرفي کړي چي پر کروندګرو يې د خوراک غنم د کرلو لپاره ویشلي وو.

کندهار د افغانستان په سهیل کي یو زراعتي ولایت دی چي د زراعتي مځکي زیاته برخه يې انار او د انګورو باغونو نیولې ده.

د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي، سږ کال په دغه ولایت کي نژدې ۱۰۰ زره ټنه د انارو حاصلات سوي چي شاوخوا ۴۵ زره ټنه انار  يې بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...