د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي خپل کمېشنر یې د سلا او مشورو لپاره ورغوښتی دی.
پاکستان دغه اقدام وروسته تر هغه کوي چي په دې وروستیو کي په دوو جلا پېښو کي د هند د پوځ او هندي ملېشو لسګونه سرتېري او پولیس وژل سوي دي. پاکستان په سویو بریدونو کي لاس لرل ردوي خو هند وایي دا بریدونه هغو وسله والو کړي دي چي په پاکستان کي مېشت دي او یاد هېواد ترې ملاتړ کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون