محمد بن سلمان له پاکستان سره پر افغان سوله خبري کړي دي

 د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي محمد بن سلمان د پاکستاني پوځ له مشر جنرال باجوه سره لیدلي دي او په افغانستان کي یې پر روانه جګړه بحث کړی.

نوموړي باجوه ته ویلي چي پاکستان باید د افغان سولي په برخه کي همکاري وکړي.

دده په وینا پاکستان باید په دې برخه کي هر اړخیزه همکاري وکړي او په افغانستان کي د رواني جګړي د پای ته رسولو لپاره اړین ګامونه اوچت کړي.

دغه راپورونه داسي مهال خپرېږي، چي امریکايي استازي زلمي خلیلزاد هم پر پاکستان د فشار خبره کړې ده. دده په وینا د سعودي عربستان له ولیعهد سره یې خبري کړي دي او هغه ته یې ویلي، چي پاکستان په افغان سوله کي همکارۍ ته اړ کړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...