ټرمپ د اضطراري حالت د پای ته رسولو طرحه رد کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس هغه طرحه رد کړه، چي له مخي یې باید په دغه هېواد کي روان اضطراري حالت پای ته رسېدلی وای.

د امریکا کانګرس د ۵۹ موافقو او ۴۱ مخالفو رایو پر مټ د اضطراري حالت د رد طرحه تصویب کړه، خو ولسمشر یې له تایید ډډه وکړه او د رد له صلاحیت یې کار واخیست.

ټرمپ وایي تر هغه به اضطراري حالت پای ته و نه رسوي، چي کانګرس له مکسیکو سره پر پوله ددیوال جوړولو پیسي ور نه کړي. خو د امریکا کانګریس ددغه پیسو له ورکړې ډډه کوي، چي په مقابل کي یې ټرمپ اضطراري حالت اعلان کړی دی او څه باندې یوه میاشت کېږي چي فدرالي حکومت تړل سوی دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...