د سولې عالي شورا وايي، ایران د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له پروسي ملاتړ کوي.
د سولې عالي شورا وایي ددغه شورا د دارالانشا رییس له ګڼو ایراني چارواکو سره کتلي دي او په افغان سوله کي یې له دوی د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ددغه شورا مرستیال ویاند اسد الله بارکزی وایي، د سولي عالي شورا باوري ده، چي ایران د افغان سولي او مخامخ مذاکراتو په برخه کي د پام وړ رول لوبولای سي.
دده په وینا ایران د افغانستان ګاونډی دی او له طالبانو سره په اړیکه کي دی.
بارکزی زیاتوي چي ایراني چارواکو له افغان پلاوي سره د سولي په برخه کي د هر اړخیزو مرستو ژمنه کړې ده.
د سولې عالي شورا ددارالانشا ریٔس او د سولي په برخه کي د ولسمشر ستر سلاکار عمر داوودزی ایران ته تللی او هلته یې د سولې په تړاو له ګڼو ایراني چارواکو سره لیده کاته لرلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون