د سولې ولسي حرکت غړي پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو غندنه کوي او وايي چي نور دي د دغو بريدونو مخه ونيول سي.
دوی وايي، د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو له امله په تېر ساړه ژمي کي د ننګرهار او کونړ سلګونه کورنۍ بې ځايه سوي او اوس په سخت وضعيت کې ژوند کوي.
د سولي ولسي حرکت غړو پرون د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي ته ورغلي وو، هلته يې د پاکستاني ځواکونو د بريدونو په غبرګون ږغ پورته کړ.
د ننګرهار د شينوارو او مومندو قوم سلګونه ځوانانو او قومي مشرانو هم د دغه حرکت ملتيا کوله او د سولي غوښتني په تړاو یې هم خپل پيغامونه له رسنيو سره شريک کړل.
د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، د دغه سفر موخه يې په صفري نقطه کي د پاکستاني بريدونو د غندني ږغ پورته کول دي. د سيمې يوه قومي مشر له پاکستاني ولسه وغوښتل چي پر خپلو پوځيانو او چارواکو فشار راوړي او پر افغانانو د ړندو توغنديزو بريدونو مخه ونيسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون