راپور: محمد یار مجروح
تیره اونۍ کله چي وسله والو غلو په کابل کي د یوه صراف لور له تښتولو وروسته د پيسو د نه ورکړي له امله ووژل دې پيښي د افغانستان په بیلابیلو سیمو کي د خلګو غبرګونونه راوپارول.
د یادو غبرګونونو په لړ کي د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا پرون د شنبې په ورځ د صرافانو د بشپړ امنیت غوښتلو په موخه په ټول هیواد کي صرافي مارکېټونه دکاري اعتصاب په ډول وتړل.
د کندهار د صرافي ماکېټ مشر حاجي قندي آغا وايي، صرافان پدې وروستیو کي له بیلابیلو امنیتي تهدیدونو سره مخ دي او حکومت دي د صرافانو ساتني ته پام زیات کړي.
دده په خبره دصرافانو د اتحاديې پرېکړه داده چي حکومت دي د مهسا په نوم د وژل سوي کوچنۍ انجلۍ قاتلینو ته په اسلامي اصولو سزا ورکړي.
قندي آغا وايي، یوازي په تیره یوه میاشت کي غلو له صرافانو څخه نژدې لس لکه امریکايي ډالر غلا کړي دي.
پر همدې مهال د کندهار ښاریان د صرافانو دې کار اندیښمن کړي او زیاتوي چی د صرافي مارکیټ د تړلو پر مهال دوی له زیاتوستونزو سره مخ وي.
دوی وايي، دولت باید د صرافانو امنیت ته پام وکړي.
د صرافانو د کاري اعتصاب تر څنګ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم له افغان حکومته د وژل سوې مهسا نومې نجلۍ قاتلینو ته د اعدام سزا د ورکړي غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کي اکثره وخت مجرم کسانو ته د اعدام سزا اورل سوې خو ډېر کم د اعدام په سزا محکوم سوي دي.
ډیری وخت هغه کسان چي باید د اعدام سزا ورکړل سي د بشري حقوقونو نړیوال سازمانونه ددې کار مخنیوی کوي.
آیا افغان حکومت به د مهسا قاتلینو ته د اعدام سزا ورکړي که یا؟
دا هغه پوښتنه ده چي وخت به یې جواب کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون