د روسیې ولسمشر وايي، پر ار ټي ټلوېزیون د امریکا فشارونو ته به ورته ځواب ورکړي.
پوتین وویل، د امریکا دا غوښتنه چې دغه ټلوېزیون باید د بهرني عامل په توګه ثبت سي، د روسیې پر مطبوعاتو برید ګڼي.
پوتین هغه طرحه چې د روسیې د پارلمان د استازو مجلس یا دوما وکیلان يې امریکا ته د ځواب ورکولو لپاره برابروي، له زیات شدته ډکه وبلله.
ولادیمیر پوتین په ویتنام کې خبریالانو ته وویل د امریکا عدليې وزارت تر دوشنبې مهلت ورکړی چې په امریکا کې “د بهرني عامل، د بهرني دولت د استازو اېجنټانو تر قانون لاندې، یې نوم ثبت شي.
دې ټلوېزیوني شبکې چې د روسیې حکومت یې مالي ملاتړ کوي، ویلي چې د امریکا د عدلیې وزارت د دې اقدام پرضد به محکمې ته عریضه وکړي.