د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په روح اباد سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان موټر بم چاودنه سوې ده.
کندهار د والي ویاند قدرت ذ الله خوشبخت پېښه تائیدوي،او وايي چي دغه چاودنه نن دوشنبه له غرمې وروسته پر۳ بجي او۳۰ دقیقي سوي
هغه ددې پیښي د څرانګوالي او تلفاتو په اړه نور جزئیات ورنه کړل
په ورته وخت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سي وویل چي د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګي برید د یوه ټونس موټر په وسیله ترسره سوی دي.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
دا په تېرو دوو میاشتو کې په کندهار پر بهرنیو پوځیانو درېیمه حمله ده
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون