د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د مخامخ جګړې پر مهال ۸۰ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
تېره شپه وسله والو طالبانو د ميوند ولسوالۍ پر پنځلسو امنيتي پوستو پر يوه وخت وسله وال بريد وکړ، چي د پوليسو له غبرګون سره مخ سول.
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي وسله والو د هلمند له لښکرګاه دوراهي څخه بیا د ژړۍ ولسوالۍ تر کمر بند پوري د مندوزو، برن مانده، خاک چوپان او بند تېمور پوستې تر بریدونو لاندي راوستلي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي وسله والو پلان درلود، چي ميوند ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو پوليسو يې مخنیوی وکړ او پر مهال يې ۴۵ وسله وال طالبان وژل سوي،۳۵ تنه ټپيان سوي او په زياته کچه مهمات او نقليه وسايط يې لمنځه وړل سوي دي.
چارواکي وايي، د جګړې پر مهال ملکي خلګو ته زيان نه دئ اوښتی، خو په دې بریدونو کي ۲۲ پولیس وژل سوي او ۱۵ نور ټپيان سوي دي.
وسله والو طالبانو بیا ویلي چې په دغه بریدونو کي یې لسګونو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون