په هلمند کي یو ځل بیا جګړو زور اخیستي دي.
تیره شپه د لښکرګاه ښار پر کمربندونو او د ناوې ولسوالۍ په مرکزي ساحو کي شدیده جګړه وه.
یوې امنیتي سرچینې چي نه يې غوښتل هویت يې څرګند سي هیواد راډیو تلویزیون ته وویل تیره شپه د ناوې ولسوالۍ د عینک په سیمه کي د جګړې له امله څلور پولیس وژل سوي او څلور نور ټپیان دي
ویل کیږي د میوند ولسوالۍ د خاک چوپان په سیمه کي تیره شپه څلورو پوستو سقوط کړي دي او یوشمیر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پرهمدې مهال د ۲۱۵م میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره سوي خبرپاڼه کي د عملیاتو پرمهال وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلي ادعا کړي ده.
بل خوا وسله والو طالبانو تیره شپه په ناوې ولسوالۍ کي د ۸ پولیسو د وژل کیدو او ۱۰ نورو ټپی کیدو راپور ورکړي دي.
دا په داسی حال کي ده چي تیره ورځ افغان ځواکونو د نادعلي او مارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې تازه عملیات پیل کړل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون