اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله شمالي امریکا ته په رسمي سفر وتلی دي

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله شمالي امریکا ته په رسمي سفر وتلی دی

عبدالله به د کتنو او خبرو لړۍ نن سې شنبه له متحدو ایالاتو پېل کړي

خو دا نه ده څرګنده چي دقیقاً په کومه ورځ په واشنګټن کې د امریکا کانګرس او په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې ویناوې کوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاويد فيصل وايي، د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس به تر متحدو ایالاتو وروسته کاناډا ته ولاړ شي او هلته به د هالیفکس نړیوال امنیتي فورم په غونډه کي خبری وکړي.

په دې نړیواله غونډه کي به چي د جمعې په ورځ پيليږي، د نړۍ د مختلفو هېوادونو او سازمانونو ۳۰۰ استازي ګډون کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ستراتيژۍ تر اعلان وروسته، دا اول وار دي چي د افغانستان د ملي وحدت حکومت یو مشر متحدو ایالاتو ته ځي.

داسې ګڼل کيږي چي د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس به له امریکايي چارواکو سره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او ښې روزنی پر پروګرامونو هم خبري وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...