د امريکا متحده ايالتونو خبرداری ورکړی، چي د ملګرو ملتونو له علمي او کلتوري ادارې «يونيسکو» څخه به ووځي.
امريکا د ملګرو ملتونو دا اداره د اسرائيلو پر ضد پر تمايل تورنه کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندي هيدر ناويرت تېره پنجشنبه وويل، هېواد به يې يو څارونکی ماموريت رامنځ ته کړي، چي د ملګرو ملتونو په علمي او کلتوري ادارې يا يونيسکو کي د دوی د استازي ځای ونيسي.
د نوموړي په وينا، دا کار به د ۲۰۱۸ ميلادي کال له ډسمبر مياشتي عملي سي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندي وويل، دا پرېکړه سطحي نه ده سوې، بلکي په يونيسکو کي د ځينو ستونزو په اړه چي اساسي اصلاحات غواړي او په دې اداره کي د اسرائيلو پر ضد د تعصب د دوام په اړه د امريکا اندېښنې څرګندوي.
د يونيسکو مشري ايرينا بوکووا د امريکا ددې پرېکړي په اړه ژوره خواشيني ښودلې ده. د امريکا له دې اعلان وروسته اسرائيلو هم ويلي، چي له يونيسکو به ووځي.