که څه هم د هند د بالیووډ د سینما د دغه فلم له ښودلو یو شمیر سینماګانو ډډه کړې خو په هغو کي چي ښودل کیږي، ورته کلک امنیتي تدابیر نیول سوي دي.
دغه فلم چي پدماوتي نومیږي او کیسه یې پر یوې هندۍ ملکې څرخي تندروي هندوان یې په دې خاطر په غصه کړي چي دوی وایي، اصلي ملکه په فلم کي سمه نه ده انځور سوې.
د هندوانو یو شمیر ډلو او هم د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند یو شمیر غړو پر دغه فلم انتقاد کړی او د هغه ډایرکټر یې تورن کړی چي د راجپوټ هندي جنګیالۍ قبیلي د ملکي پدماواتي د میین په توګه د مسلمانانو د واکمن علاوالدین خلجي په ښودلو سره یې تاریخ تحریف کړی دی.
د هند د فلمونو د سانسورادارې د ډیسمبر په ۳۰مه په سینماګانو کي د دغه لانجمن فلم ښودلو ته اجازه ورکړه.