د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک وايي، چي “د افغانستان کرکټ ټیم د ایرلنډ په وړاندي لومړۍ لوبه د شل اورونو کوي، د دې سفر په لړ کي به افغانستان له ایرلنډ سره درې شل اورېزې، پنځه پنځوس اورېزې او یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي.”
د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبو لپاره وار له مخه ۴۵ لوبغاړي هند ته استولي وو چي تمرینات ترسره کړي.
دا لوبې نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره ترسره کيږي.
نړیوال جام د مې په ۳۰مه په انګلستان کې پیلېږي او د جولای په ۱۴مه پای ته رسیږي.