محمد نبي چي د هند د غورهلیګ په لوبو کي د سنرایزر حیدراباد په ټیم کي لوبیږي پرون څلور مهمي وېکټي واخېستې.
د حیدراباد لوبه له رویال چلنجرز بنګلور سره وه چي د محمدنبي او ځینو نورو بالرانو په توپ اچووني سره سیال بنګلور ټیم د ۲۳۱ منډو په پوره کولو کي پاته راغلی او ټول لوبغاړي یې په ۱۱۳ منډو اوټ شول.
تردې مخکي د جمعي په ورځ د نړۍ لومړي مقام لرونکي افغان توپ اچوونکي راشد خان هم د راجستان د ټیم په وړاندې د حیدراباد د لوبې غوره لوبغاړی سو.
سږ کال د هند د کرکټ په غورهلیګ کي راشد خان او محمد نبي د حیدراباد په ګټه لوبیږي او مجیب الرحمن ځدراڼ د کینګز پنجاب لپاره لوبه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون