فېفا د پاکستان د فوټبال فدراسيون غړيتوب ځنډولی دی

فيفا يا د فوټبال نړيوال فدراسيون وايي، چي د پاکستان د فوټبال فدراسيون غړيتوب‌يې د درېيمګړي د لاسوهني له کبله ځنډولى دى.

په سويس کي د فيفا ادارې ويلي، چي  د پاکستان د فوټبال فدراسيون دفترونه او حسابونه د هغه مسؤل شخص په کنټرول کي دي، چي د محکمې له‌خوا ګمارل شوی، چي دا مسئله د فوټبال ددې نړيوالي ادارې له اصولو او د خپلواکۍ له اصل سره په ټکر کي ده.

د فيفا تر دې پرېکړې وروسته د پاکستان ملي او د کلبونو ټيمونه نه‌شي کولاى، چي په کومه نړيواله مسابقه کي برخه واخلي. دغه بنديز به هغه وخت لېري کيږي، چي د پاکستان فوټبال فدراسيون د خپلو دفترونو او حسابونو کنټرول، په خپل لاس کي واخلي. په پام کي وه، چي د پاکستان ملي ټيم د جنوبي اسيا د فوټبال فدراسيون د جام په سياليو کي برخه واخلي، چي د بنګله‌دېش په کوربه‌توب په راتلونکي سپټمبر مياشت کي ترسره کيږي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...