هیت ستریک له دې امله چي د زېمبابوې د کرکټ لوبډله ونه توانېده چي د کرکټ د نړیوال جام سیالو ته لار پیدا کړي، له دندې لېرې سوی دی.
د زېمبابوې دکرکټ لوبډلي، په خپل کور کې یوه مهمه سیالي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ور وبایلله او په یوه بله مهمه لوبه کي یې له ویست اندیزه ماته وخوړه.
په وروستیو درې نیمو لسیزو کي په اول وار، د زېمبابوې د کرکټ لوبډله د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون ونه کړي.
د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۹ میلادي کال کي، په وېلز او انګلستان کي تر سره کېږي.
سټریک تر څنګ د یادي لوبډلي لوبډلمشر کریمر هم د لوبډلمشرۍ څخه لیری سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون