سي ان ان په یوه راپور کي ویلي چي د ټرمپ له تګلارې سره نه یوازي دا چي طالبان کمزوري سوي نه دي، بلکي دغه ډله پیاوړې سوې ده، وضعیت کړکېچن سوی دی او طالبانو تهاجمي حالت خپل کړی دی.
په راپور کي راځي طالبان د سیمو په ساتلو کي ناکامیږي خو دوی دومره پياوړي سوي چي ان پر لویو ښارونو بریدونه کوي.
سي ان ان د ټرمپ تګلاره کارنده نه بولي او وايي چي لا هم په افغانستان کي اوولس کلنه جګړه روانه ده، افغان پوځيان او بهرني ځواکونه تلفات ورکوي خو ددغه کړکېچ د پای څرک تر دې دمه نه ښکاري.
یادي رسنۍ د افغان جګړې په اړه د یوه څېړونکي سکاټ ډېس ماریس له خولي لیکلي چي په افغانستان کي وضعیت کړکېچن دی او د ټرمپ تګلاره هم له ناکامۍ سره مخ ده.
نوموړي ویلي دا سمه ده، چي د افغان جګړې د پای لپاره دیپلوماتیکې لاري مناسبې دي، خو داسي ښکاري چي امریکا په دې برخه کي هم ټول اړخونه نه دي ارزولي او ښايي د سولي هڅي هم دومره ژر تر بریا و نه رسېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون