ملګرو ملتونو په یوه راپور کي ویلي چي په افغانستان کي له جنورۍ راهیسې درې سوه زره افغانان د جګړې له امله بې کوره سوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په راپور کې ویل سوي چي یوازې د غزني په ښار او شااوخوا سیمو کي ۲۵۱۱ کورنۍ د رواني جګړې له امله بې کوره سوي دي.
د دې ادارې په وینا، د افغانستان په وردګ، بغلان، ننګرهار او هلمند کي په وروستیو لسو میاشتو کي نږدې دوه نیم سوه زره کسان جګړې بې کوره کړي دي.
دغه سازمان همدا راز اندېښنه ښودلي چي غیر دولتي وسله والې ډلي له مرسته رسوونکو ادارو په غیرقانوني ډول پېسې غواړي او اړمنو ته د مرستي رسولو بهیر له خنډ سره مخ کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون