د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، سبا یکشنبه د جون پر دوهمه د شل اوره کرکټ په سیالیو کي، د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
د شل اوره کرکټ د دریو سیالیو دا لړۍ په هند کې پیلېږي.
سیالۍ به د هند په دهرادون ښار کي د راجیف ګاندي په نړیوال سټیډیوم کي د افغانستان په کوربه توب پېل سي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړیو د دې سیالیو لپاره د تیاري لپاره څلوېښت ورځي په هند کي تمرین کاوه.