ليکنه : نوراحمد ناصري
سږ کال روژه بيا هم په سخته ګرمي کي ده چي د لوږي په نسبت يې تنده دتېرو کلونو په نسبت زیاته ده
ګرانو لوستونکو غواړم پدې ليکنه کي روژه تيانو ته پدې اړه معلومات ورکړم چي څرنګه کولای سو د روژې مبارکي مياشتي په دې ګرمو ورځو کي د تندي څخه مخنیوی وکړو . پدې ورځوکي دتودوخي د درجې لوړوالی حتما روژه نيوونکی سخت تږی کوي ، نو ددې لپاره چي تنده له منځه یوسو او يايې راکمه کړو باید لاندي ټکي په پامکي ونیسو
- له هغوخوراکونو څخه تر وسه وسه ډډه وکړوچي مسالې ( دارو ) زيات پکښي کارول شوي وي په تېره بیا په پشلمي ځکه چي دمساله لرونکو خوراکونو له خوړلو څخه وروسته انسان دزیاتو اوبو څښلو ته اړ کېږي.
- روژه تيان باید هڅه وکړي ترڅو دشپې لخوا څو څو واري لږ لږ اوبه وڅښي ترڅو يې په بدن کي داوبو نېمګړتیا پوره سي یعني پر يوه ځای ډيري اوبه څښل کيدای سي انسان نور هم تږی کړي.
• دشپې لخوا او په پشلمي ترکاري ، سلاد، اوتازه مېوې وخورئ ، ځکه چي دا ډول خواړه پخپل په ځان کي زياتي اوبه ساتي، سلاد، ترکاري اوسبزیجات په معده کي دزیات وخت لپاره پاته کېږي چي دلوږي اوتندي کچه راټيټوي.
• په سلاد او خوراک کي تل دمالګي پرځای لېمو وکاروئ، ترېو والی يې په خوند کي دمالګي ځای نیسي خو تنده نه رامنځته کوي ، همداراز مالګه عموماً ضررونه لري خو لېمبو بيا روغتیا ته ګټه رسوي .
• له ترووخوراکونو څخه باید ډډه وکړو لکه تروې د ماهي غوښي، اچار، سرکه او داسي نور ځکه چي دا ډول خواړه د انسان بدن داوبو څښلو ته اړ باسي.
• ځيني کسان پدې باور وي چي که په پشلمي زياتي اوبه وڅښي بيا دروژې پر مهال يعني د ورځي لږ او یا بېخي نه تږی کېږي ،خو دا بېځایه فکر دی ځکه چي دا ډول اوبه دبدن له اړتیا څخه زیاتره وختونه زیاتي وي چي له څښلوڅخه څه وخت وروسته يې پښتورګي بېرته فلټر کوي .
دروژې په میاشت کي دمايعاتو زيات کارول لکه مصنوعي شربتونه ، ګازي مشروبات، پر معده بد تاثيرکوي، هغه کمزورې کوي، دهاضمې نظام ګډوډ کوي او په نس کي ستونزي پېښوي، په همدې ډول ځيني کسان په روژه مات زیاتي یخي اوبه څښي چي دا تنده نه کموي بلکه د انسان پر نس ور درد کوي اوبه باید برابري يخي وي، او روژه تيان يې باید په وار وار وڅښي
- همداراز روژه تيان باید دهغو مشروباتو له څښلو ډډه وکړي کوم چي په مصنوعي موادو ساتل شوي او یا مصنوعي رنګ ورکول شوی وي، او یادخوږوالي لپاره زیاته بوره پکښي کارول سوې وي
- مستې چي د کلسيمو غني غذا ده ډاکټران يې د نورو عادي ورځو په څير په روژه کي هم ګټوري بولي ډاکټران وايي هغه روژه تي چي په پيشلمي يې مستې خوړلي وي د ورځي د تندي احساس نه کوي
څيړونکي وايي هغه خلک چي غواړي وزن يې زيات نه سي نو بايد د مستو پرمخ پراته غوړ ټول کړي او بيا يې وخوري.
• سره روميان چي ټيټه کالوري لري ځکه يخه سبزي ګڼل کيږي چي د غوړو، مالګي او سوديم څخه خالي دي، او د ويټامين “اې” او “سي” لرونکي او د پوتاشيم ستره سرچينه هم ده.
روژه تي روميانو ته ډېره اړتيا لري ځکه سره روميان يې د جسم اوبه او ويټامينونو په نورمال ډول ساتي او د ډېري تندي او لوږي څخه مخنيوی کوي.
خلاصه داچي د ګرمۍ روژه ده نو پرهرچا به سخته تيريږي ، په خاص ډول تنده ډيره وي ، نو لازمه ده چي پورته ذکر سوي ټکي په پام کي ونيسو کيدای سي تر يوه حده مو تنده کنټرول کړې وي او په دې مبارکه روژه کي به د ورځي هوسا يو