د پاکستان کريکټ بورډ پرون اعلان وکړ، چي د راشد خان په ګډون به يو شمېر نور نړيوال لوبغاړي د پاکستان په غوره ليګ سياليو کي ولوبيږي.
د پېښور زلمو لوبډلي څښتن جاويد اپرېدي له رسنيو سره په خبرو کي وويل، چي دوي له پخوا د راشد خان پر وړتيا پوهېدل او د ۲۰۱۸ کال پاکستان کريکټ ليګ کي به نوموړي د پېښور زلمو لوبډلي لومړی انتخاب وي. راشد خان اوس مهال په انټرکانټنېټل سياليو کي د ګډون په موخه په ګريټر نواډ لوبغالي کي د ملي لوبډلي له نورو غړو سره په تمرين بوخت دی او د پاکستان سوپر ليګ کي يې د ګډون په تړاو څه نه دي ويلي.