د ګوګل شرکت پنځه میلیارډه ډالره جریمه سوی

اروپایي کمیسیون د ګوګل شرکت پنځه میلیارډه ډالر جریمه کړ.

دا جریمه د اروپایي ټولني د سیالیو له اصولو څخه د سرغړوني لپاره لګول سوې ده چي د اروپایي کمیسیون په وینا د ګوګل شرکت پر سمارټ ټیلفون چي اندرویډ سیستم لري او د موبایل پر شبکې غیرقانوني محدودیت وضعه کړی دی.

اروپایي کمسیون د ګوګل ټکنالوژۍ له شرکت څخه غوښتي دي چې په دریو میاشتو کي خپل چلند بدل کړي کنه نوره جریمه به پرې ولګوي.

ګوګل د اروپایي کمیسیون له لورې دا لګیدلي تورنه رد کړې دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...