د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل، چي د خوږياڼو ولسوالۍ د چمتلې انجونو لېسې ته تېره شپه نا معلومو کسانو اور اچولی دی.
هغه زياته کړه چي امنيتي مسٔوولين پر وخت د پېښي ځای ته رسېدلي او د ډېر زيان مخه يې نيولې ده.
بلخوا د خوږياڼو ولسوال شمس الحق ويلي، چي د لېسې ودانۍ او خوني ژغورل سوي، يوازي دوې خېمې چي پکښي پنځه فرشونه وو، سوځېدلې دي.
نوموړي وويل، چي له پېښي سره د تړاو په تور د يادي لېسې چوکيداران نيول سوي او پوښتني ترې روانې دي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي د ننګرهار په لیرو پرتو سيمو کي د ښوونځيو سوځولو پېښي ډېري سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون