رپوټ: مهتمم صالح
د يخ په دغه شپو او ورځو کي د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ څخه يو ځل بیا سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې ځایه سوي دي.
دوی وايي، په سيمو کي يې جکړې پیل سوي او ځیني سيمي طالبانو نيولي دي، نو ځکه خلګ اړ سوي دي، چي خپل کورونه پرېږدي او ځانونه امن لرونکو سيمو ته ورسوي.
په ځينو سيمو کي جګړې هم سوي دي، خلګ وايي، امنيتي ځواکونو خپلي پوستې پرې ايښي دي، لاري او کوڅي يې نيولي دي.
د ژمي راتګ او د باران اورېدلو شديد يخ جوړ کړی دئ، خو د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي، ښځي او کوچنيان اړ دي، چي د ځان ساتلو په خاطر په هر حالت کي چي وي، ځانونه با امنه سیمو ته ورسوي.
عيني شاهدان وايي، د جګړو له امله مرګ ژوبله هم را منځته سوې دي، چي دوی هم ځيني ټيپان او وژل سوي له يوه ځايه بل ځای ته انتقال کړي دي.
ځيني کسان بیا هڅه کوي، چي خپل ښځي، کوچنيان او څاروي تر با امنه سيمو پر پښو ورسوي، ځکه د جګړې له امله موټر یا نور وسایط نه پيدا کېږي.
په دغه حالت کي د ځينو کسانو دوکانونه او سرايونه هم چور سوي دي.
دوی وايي، سهار چي خپلو دوکانونو او يا هم کورونو ته ولاړ سي، شيان يې ټول چور سوي وي او بیا یې غل هم نه پیدا کيږي.
په سيمه کي ښوونيز مرکزونه هم تړل کيږي، او ټول زده کوونکي اړ دي چي تر خپلو کورونو ځان ورسوي او بيا د کډي لپاره امادګي ونیسي.
دلته په ارغنداب کي جګړې ټول خلک په بيره کي اچولي دي، ځيني کسان وايي، چي ښايي وسله وال یو ځل بیا زیاتي سیمي ونیسي.
دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کي د ارغنداب ولسوالۍ لپاره نوی امنیه قوماندان هم ټاکل سوی خو په سیمه کي امنیتي وضعیت د خرابېدو په حال کي دئ.