په کندهار کي د EPD مؤسسې له خوا د کورونا وایروس څخه د ځان ساتني کمپاین پیل سو

رپوټ: مهتمم صالح

په دې وروستيو کي داسي ويل کېږي، چي د کورونا وايروس د خپرېدو سره په ښار او ولسواليو کي د کورنيو تاوتريخوالي پيښي ډېري سوي دي.

چارواکي وايي، چي کښته اقتصاد، د خلکو بې کاری او د کرنتين پر مهال نارينه پر کور کښېنستل د دې لامل سوي دي، چي د کورونا وايروس د خپرېدو سره کورنۍ تاوتريخواله هم ډېر سي.

بلخوا د شنبې په ورځ په کندهار د کي د آی پي ډي موسسې له خوا د کورونا وايروس څخه د ځان ژغورني او تر څنګ يې د کورني تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه ۱۶ ورځنی کمپاين پيل سو.

د دغه کمپاين مسئولين وايي، د کمپاين څخه يې  موخه دا ده، چي خلګ څنګه کولای سي، چي د کورونا وايروس څخه وساتي او دغه راز د کرنتين پر مهال په کورونو کي څومره تحمل وکړي.

ديني عالمان هم وايي، اسلام ښځو ته خاص حقوق ورکړي دي، چي بايد د ټولني ډول وګړي، هغه ته د قدر په سترګه وګوري، خو په ټولنه کي لاهم پر ښځو باندي تاوتريخوالی کيږي او هغوی زورول کيږي.

دوی وايي، په ټولنه کي ځيني وخت د نارينو له خوا او ډېر وخت بیا د ښځو له خوا پر ښځو تاوتريخوالی کيږي، چي بايد ټول د دغه څه لاس واخلي.

بلخوا روغتيا پالان بیا وايي، يوه کورنۍ کولای په يوه ماسک باندي هم د کرونا ويروس د خپرېدو مخه ونیسي.

دوی وايي، د ټولني ټول وکړي دي د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني په موخه روغتيايي لار ښووني په نظر کي ونيسي تر څو د دغه ناروغۍ مخه ونيول سي، ځکه د دغه ناروغي په خاطر په ډېرو کورنيو کي تاوتريخوالي کيږي.

د کندهار د ښځو چارو ریاست مسولين وايي، روان کال په دغه ولايت کي د ښځو په وړاندي تاوتريخوالی د تير کال په پرتله ۱۵ سلنه لوړ سوی دئ، چي لامل يې هم د کرونا په خاطر د نارينه بې کاره کېدل دي.

مسولين وايي، تر دا مهاله سږکال دوی ته د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي ۱۱۳ قضيې ور وړل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...