رپوټ: مهتمم صالح
د ميلادي کال د اکټوبر درېيمه د معلوليت لرونکو کسانو نړيواله ورځ ده، خو په کندهار کي لسګونه معلوليت لرونکي کسان د شهيدانو او معلولینو امريت مخته د اعتراض په شکل راټول سوي دي.
دوی وايي، شهيدانو او معلولينو امريت ته داسي امر ټاکل سوی دئ، چي معلوليت نه لري او نه سي کولای چي د دوی په ستونزو وپوهېږي.
معلوليت لرونکي کسان وايي، په دولتي ادارو کي د دوی سره ښه چلند نه کېږي او تر څنګ یې کلنو کېږي، چي کلنی معاش هم نه دئ ورکړل سوی.
دغه کسان وايي، په دوی کي ښه استعدانو سته، چي کولای په دولتي ادارو کي ښه کارونه وکړي، خو دولت ورته د کار زمينه نه ده برابره کړې.
دوی وايي، تر هغه وخته خپل اعتراض نه ختموي، چي معلولينو ته خپل حق ورنه کړل سي او د هغوی غوښتنو ته مثبت جواب و نه ويل سي.
د دوی په خبره، روانو جګړو دوی اندېښمن کړي دي او غوښتنه کوي، چي ښکېلي خواوي دي، له جګړو لاس واخلي او روغ کسان دي د دوی غوندي نه معلول کوي.
بلخوا په کندهار کی د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مسئولين هم معلوليت لرونکو کسانو ته د خپل حق په ورکولو کي دولت پاته ګڼي.
د دغه کمېسيون د معلولينو د څانګي مسئول صاحبزاده نالان وايي، چي تر ډېره د معلولينو خپل حق نه دئ ورکړل سوی او هغوی ته په ادارو کي د کار زمينه نه ده برابره سوې.
هغه وایي، په هيڅ دولتي ادارو کي په تعميرونو کي د معلولينو له پاره د لارو اسانتياوي، په ادارو کي د اساسي قانون او د معلوليت لرونکو د قانون د ۲۲مي مادې پر اساس دولت مکلف دئ، چي په دولتي ادارو کي ۳ سلنه معلوليت لرونکي کسان مقرر کړي دي، خو دولت په دې کار کي پاته راغلی دئ.
نالان وايي، ډېر وخت په ادارو کي د ښه استعداد لرونکو معلولينو سره د تبعض پر اساس کار نه ورکول کيږي.
هغه وایي، دولت دي معلوليت لرونکو کسانو ته کار، زده کړو او حرفو زمينه برابره کړې او هغوی ته دي کلنی معاش نه ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون