لوبه افغانستان پيل کړله چي په ٥٠ اوورونو کي يې د ٦ لوبغاړو په سوځیدو سره مقابل ټيم ته د ٢١٧ منډو هدف وټاکه.
ايرلنډ وتوانیده دغه مسابقه په ٥ ويکټو وګټي.
افغانستان د ٥٠ اووره مسابقو د دې لړۍ لومړۍ ګټلي وه، دوهمه مسابقه د باران له کبله بې نتيجي ته پاته سوه.
درېيمه مسابقه ايرلنډ، څلورمه افغانستان او پرونۍ مسابقه چي د دې لړۍ پنځمه وه، ايرلنډ وګټله.
دواړه ټيمونه به راروانه جمعه په خپلو کي ټيسټ لوبه وکړي.
د کرکټ دغه مسابقي د هندوستان په دهرادون کي رواني دي.