ليکوال: استاد پوهيالی نظرمحمد حنيف
پوښتنه: ويل کېږي چې د انټرنېټ له لارې د ښځې او نارينه تر منځ خبرې کول کومه ستونزه نه لري او په انټرنېټ کې څوک د خپلو خبرو مسئول نه دي؛ ځکه انټرنېټ يوه مجازي نړۍ ده او اختلاط نه رامنځته کېږي، ايا دا خبره سمه ده؟ بله دا چې، ايا په فيسبوک او ايميل کې د مخالفو جنسونو تر منځ خبرې کول ګناه لري او که نه؟
ځواب: ځينې کسان دا خوښوي چې دا ډول پوښتنو ته فلسفي دليلونه راوړي او ډېري په دې خبرو ټينګار کوي، چې «ايا په فيسبوک کې اړيکه اختلاط دي او که نه؟» يعنې د هغوي په اند حراموالي په اختلاط کې دي، که اختلاط نه وي نو ګناه نشته.
دا خبره په دې دليل راوړي، چې د دوي په تعبير انټرنېټ يوه مجازي نړۍ يا يوازې ذهني خيال دي، يعنې هر څوک چې په خپل خيال کې هر څه وګرځوي، جواز لري.
يو شمېر نور دي، چې په فېسبوک پورې د اړوندو ځينو اغېزمنو شرعي احکامو په اړه دقيق معلومات نه لري، پر همدې اساس فکر کوي، تر هغه وخته چې اختلاط نه وي، تېروتنه نه رامنځته کېږي. او داسې نورې خبرې، چې دوي يې د خپلې ناپوهۍ له امله ګډوډ کړي دي.
خو موضوع ډېره پېچلې نه ده، ځکه هغه خبره چې مخاطب ته په يو ليک کې د ليکونکي له لوري ليکل کيږي، مخاطب ته د ليکونکي پيغام او چلند ښکاروي. که چېرې د ليکونکي شخص پيغام مخاطب ته د ليک پر رسېدو سره ثابت شي؛ د دوو کسانو تر منځ د مستقيمې مباحثې حکم لري. نو د لاس او کمپيوټر د ليک تر منځ کوم توپير نشته، همداراز په ليک رسولو کې د ليک رسوونکي يا د انټرنېټ او يا د فېسبوک په واسطه استولو ترمنځ توپير نشته، مهمه دا ده چې د ليکونکي پيغام مخاطب ته ثابت شي.
د ليک او هغه ته ورته حالتونو اړوند قوانين يو دي او هر څوک د خپلو اعمالو مسئول دي. لکه څنګه چې په بخاري او مسلم کې له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دي، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل:
«إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا، مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَتَكَلَّمْ»
ژباړه: الله سبحانه وتعالي زما د امت پر هغو وسوسو چې په زړونو کې يې پيدا کېږي، تر هغه سترګې پټوي، چې عمل پرې ونه کړي او يا يې په ژبه رانه وړي.
سربېره پر دې، په صحيحو روايتونو کې راغلي، چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به پاچاهانو او حکامو ته پيغام لېږه، ترڅو هغوي له اسلامه خبر کړي. دا پخپله ثابتوي چې د ليکلي پيغام له لارې خبرول د مستقيمې مباحثې په څېر يو حکم لري.
نو پر همدې اساس، د هر ډول انټرنېټي اړيکې که هغه اېمېل، فېسبوک، ټويټر…. وي، حکم يې يو شان دي او له مخامخ خبرو سره هېڅ توپير نه لري. همداراز نه شو ويلي چې «دا مجازي نړۍ ده او هغه حقيقي نړۍ»؛ بلکې دا په ناپوهۍ او ګناه کې ژور تګ دي.
که تاسې يوې پردۍ ښځې ته بدې خبرې مخامخ او يا په انټرنېټ کې وکړئ، د شريعت له لوري د مجازاتو وړ ياست، ځکه د رسېدو له نظره په دواړو طريقو کې کوم توپير نشته. نو يو ډول حکم لري.
لکه څرنګه چې په شريعت کې له اړتيا پرته له پردۍ ښځې سره مستقيمې خبرې حرامې دي، همدا ډول په انټرنېټ کې هم حرامې دي او هغه څه چې په مستقيم ډول په خبرو کې روا نه دي، په انټرنېټي پيغام کې هم روا نه دي.
په شريعت کې غير ضروري اختلاط منع دي، خو په ذات کې اختلاط حرام نه دي. که هغې ښځې ته چې له تاسو لېرې ده، په بدو الفاظو غږ وکړئ، حرام کار مو وکړ، حتي که هغه ستاسو په څنګ کې هم نه وي. که تاسو په مارکېټ کې يو جنس په ښځه پلورئ او هغې ته په خوند ګورئ، ستاسو دغه عمل حرام دي، سره له دې چې په مارکېټ کې د سوداګرۍ لپاره اختلاط جواز لري. که موټر چلوئ او په ناسمو کلمو له يوې ښځې سره چې له تاسو لېرې ده، خبرې وکړئ، دا عمل حرام دي. په همدې ډول، هر څه چې تاسو په يو ليکنه يا پيغام کې ليکئ، مسئول ياست، ځکه چې له مخامخ خبرو سره يو شان دي.
موږ ټول مسلمانان نارينه او ښځينه، په ځانګړې توګه انټرنېټ کارونکي ځوانان په قوي ژمنه د شريعت په قوانينو پاپندۍ ته رابولو، چې نه يوازې له حرامو لېرې شي؛ بلکې له هغو مباحو څيزونو دې هم لېرې شي، چې حرامو ته د نږدې کېدو وېره پکې وي. لکه څنګه چې صحابه کرامو رضي الله عنهم د حرامو له وېرې له ځينو مباحو عملونو پرهېز کاوه.
همداراز په هر مسلمان، په ځانګړې توګه په دعوتګرو ځوانانو ټينګار کوم، چې په خپل ژوند کې په ټول جديت له فېسبوک او انټرنېټ څخه د دعوت خپرولو او اسلام د ترويج لپاره اغېزمنه ګټه واخلي. په ورته وخت کې عاقل او هوښيار اوسي، ترڅو له هغو ناپاکو او ناسمو څيزونو، چې انسان پرې ګناهګارېږي، لېرې وي.