له رعيت سره بايد داسي وسي!

لیکنه : نظر محمد حنیف
خولة بنت ثعلبه عمر رضي الله تعالی عنه د هغه د خلافت په دوران کي په لار کي دريږي. هغه ته سختي خبري کوي او ورته وايي: ته يو وخت امير وي هيڅ شی دي نه لرل، هيڅ امکانات او صلاحيت دي نه درلود، اوښان دي څرول اوس د مسلمانانو خليفه يې. ولي د خلکو له حاله ځان نه خبروي.
يو سړی مداخله کوي او خوله منع کوي، چي ته امير المؤمنين ته داسی خبري کوي.
عمر رضي الله تعالی عنه ورته وايي: هغه پريږده خوله د يوې ښځي شکايت ورته رسوي چې مېړه يې غواړي هغه طلاقه کړي. په داسي حال کې چي نېکه ښځه ده. ځواني يې له هغه سره تېره کړې اوس چې زړه سوه نو طلاقوي يې. عمر رضي الله تعالی عنه يې خاوند ته ورځي او ورته وايې: ولي غواړي ښځه دي طلاقه کړې، تر اوسه چي ځوانه وه، اولادونه يې زېږول، ځواني ديې يې تېره کړه اوس چې زړه سوه غواړې طلاقه يې کړي؟.
دا يو مثال له تاريخ څخه وو چي يو وخت د مسلمانانو مشرانو د هغوی په هره ستونزه ځان خبراوه او بيآ يې د حل لار ورته پيدا کول. مګرر نن مشران د رعيت ستونزو ته هيڅ توجه نه کوي. په داسي حال کې چې ددوی واک او مشري د رعيت پر سر او رعيت لپاره ده. که دوی له رعيت سره همکاري ونه کړي. د هغوی ستونزي حل نه کړي. نو هيڅکله به رعيت د دوی صحيح اطاعت ونه کړي او نه به ورباندي اعتماد وکړي. په يوه دولت کي چي د ملت او حکومت تر منځ يو پر بل اعتبار نه وي، هلته به د خلکو ستونزي څوک حل کړي. او حکومت به خپل امنيت له چا په چا او څنګه ساتي.

x

دا هم وګورئ

د عبادت د نه دوام لامل

زياتونه او ژباړه: منيب الرحمن رحماني ډېرپه شوق لمونځ شروع کړم خو څه وخت وروسته ...