عمران خان خلکو ته په خپله لومړنۍ وینا کي ویلي، پاکستان اوس ۲۸ زره اربه پاکستانۍ کلدارې پوروړی دی، چي دغه پور لس کاله مخکي شپږ زره اربه و.
ده ویلي، پاکستان د پور تر سخت فشار لاندي دی چي له کبله یې باید نوې تګلارې پلي سي او د مالیې کچه لوړه سي.
عمران خان ویلي، په هېواد کي یې اوبه مخ پر کمېدو دي او پاکستان د هغه پنځو هېوادونو په ډله کي دی چې د میندو او ماشومانو د مړیني کچه لا هم پکښي زیاته ده او په ډېری برخو کي لا هم خلکو ته د زده کړو سمه زمینه نه ده برابره سوې.
نوموړي خلکو ته په وینا کي ګڼې ژمني ورکړې دي او ویلي یې دي چي پاکستان به له اوسني کړکېچن حالت څخه وباسي.