د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، بیریږي چي کیدای سي هیواد یې یو ځل بیا له هند سره په وسله واله شخړه کي ښکیل سي

 عمران خان له بریټانوۍ فایننشل ټایمز ورځپاڼي سره په مرکه کي ویلي، سره له دې چي د هندي پیلوټ له خوشي کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت یو څه عادي سوی دی خو په خبره یې اوس یې هم له دې هېواد سره تاوتریخوالی ختم نه دی.

هغه زیاته کړې، دی لا هم په ویره کي دی او داسي احساسوي چي د هند تر ټاکنو مخکي ښایي یو ځل بیا دواړه هېوادونه سره ونښلي.

هند او پاکستان هغه دوه رقیب هېوادونه دي چي له ۱۹۴۷ کال راوروسته یې درې ځله جګړي کړي دي او په دې وروستیو کي یې اړیکي یو وار بیا سختي خرابې سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...