د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل کي یې د پاکستان د سفارت مرستیال احضار کړی او له اسلام‌اباده یې خپل سفیر هم ورغوښتی

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي د سې شنبې «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» په ماښام  وویل، دا اقدامات‌ یې د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په وروستیو «بې مسؤلیته» څرګندونو د اعتراض په توګه کړي دي.

عمران خان د دوشنبې په ورځ ویلي و، د افغان حکومت دریځ د افغانستان د سولي بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

د نوموړي په وینا د یو مؤقت حکومت جوړول د افغانستان د ستونزي د هواري لپاره یوازینۍ لاره ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبعت احمدي دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان څرګنده لاس‌وهنه وبلله.

 

د صبغت احمدي په وینا، کابل ته په اسلام‌اباد کي د افغان سفیر له ستنېدو او له نوموړي سره تر مشورې وروسته به له رسنیو سره جزئیات شریک سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...