د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سولي او نورو مسایلو په اړه یې له افغان چارواکو سره په کابل کي پرونۍ خبري ګټوري وې

شاه محمود قریشي پرون په کابل کي له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني او ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کي په افغانستان کي د سولي د هڅو او نورو مسایلو په اړه خبري وکړې.

قریشي وروسته پر ټویټر په یوه پیغام کي ولیکل چي د افغان حکومت له مشرانو سره یې خبرې مثبتي وې.

هغه همدا راز لیکلي دي چي د افغانستان د سولي پروسه پر مثبت لوري روانه ده.

د کابل سفر سیمي ته د ښاغلي قریشي د سفر لومړی ګام و.

نوموړی به د دې لړۍ په دوام کي ایران، چین او وروسیې ته هم سفرونه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رباني پرون پر ټویټر په یوه پیغام کي ولیکل چي له قریشي سره یې د افغانستان د سولي د بهیر او دوه اړخیزو اړیکو د ښیګڼي په ګډون د مهمو مسایلو په اړه د باور او پراخي همکارۍ پر بنسټ خبري وکړې.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...