راپور: مهتمم صالح
په سویل کي د ۲۰۵ اتل قول اردو له خوا د هغه سرتیرو له کورنیو سره د غنمو مرسته وسول چي د کورنۍ غړي یې د ملي اردو په لیکو کي له لاسه ورکړي وو.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د بېړني حالت امر محمد رسول مهمند د یادې مرستي د توضیع پر مهال وویل، دغه مرسته یې پر ۱۶۵ کورنیو ویشلي او له دې وړاندي یې هم دغه کورنیو ته خوراکي او نور توکي توضیع کړې دي.
هغه وايي، دغه مرسته به په زابل، اروزګان او دایکنډي ولایتونو کې هم ووېشل سي.
د شهیدانو سویو ملي اردو سرتیرو د کورنۍ غړي له یادې مرستي خوښي ښيي خو وايي، چي نورې مرستي ته هم اړتیا لري او باید له پامه ونه غورځول سي.
دوی وايي، د کورنیو غړو یې د هیواد او خلکو لپاره ځانونه قربان کړي دي نو د هغوی له کورنیو سره باید هر اړخیزي مرستي وسي.
په کندهار کي له دې وړاندي هم د شهیدانو سرتیرو له کورنیو سره د دفاع وزارت او نورو ادارو له خوا بېلابېلي مرستي سوي خو دغه مرستي یوازي تر خوراکي توکو پوري محدودي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون