راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د دریايي حوزې مسؤلین وايي، تمه ده چي تر راتلونکو دوو میاشتو پوري اورښتونه وسي او کال اباد سي.
د دریايي حوزې رئيس انجنیر توریالی محبوبي وايي، د کندهار د دهلې بند به د ۸ مترو پر ځای ۱۲ متره لوړ سي.
دده په خبره له دې سره به د اوبو زخیره څو برابره سي او دوچکالۍ پر مهال به دزیات وخت لپاره د مځکو د خړوبولو لپاره اوبه زخیره کړي.
د اټکلونو له مخي تر راتلونو دوو میاشتو به په افغانستان کي په زیاته کچه اورښتونه وسي.
بلخوا د کرهڼي ریاست مسؤلین وايي، پر خپل سر د برمو وهلو له امله دوچکالۍ فیصدي نوره هم زیاته سوې ده.
د کندهار د کرهڼي رئيس حفیظ الله سیدي وايي، که پر خپل سر د برمو وهلو مخه ونه نیول سي راتلونکی کال ته به د اوبو زخیرې نوري هم کښته سي.
دده په خبره یوازي په روان کال کي دابو د کمښت له امله پر نژدې ۳۵ زره جریبه مځکه کرهڼه نده سوې.
پر همدې مهال یو شمیر کروندګر وايي،د اوبو د کمښت له امله مجبوره سوي تر څو برمې ووهي او کرهڼي لپاره دمځکي له زخیرو څخه استفاده وکړي.
که څه هم د کندهار د دهلې د بند له لپاره په تیرو کلونو کي هم بودیجه راغلې خو لا یې تر اوسه عملي کار نه دی سوی.
د مسولینو په خبره دا ځل به بېله کومي ستونزي د دهلې بند جوړ سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون