د هند تجارتي شل آوریزه (IPL) سیالیو په لړ کي حیدرآباد، چیناي، کلکتې او راجستان کرکیټ لوبډلو د یادو سیالیو دوهم پړاو ته لاره پیداکړه.
بنګلور، پنجاب، ډهلي او ممبې بیا هغه قوي لوبډلې وې، چي له دې سیالیو سره یې مخه ښه وکړه او ویې نسو کړای چي د یاد ټورنمنټ دوهم پړاو ته ووزي.
د یاد ټورنمنټ په دوهم پړاو کي سبا ماښام ۶ بجي حیدرآباد د چیناي په وړاندي او بل سبا د چهارشنبي په ماښام پر عیني وخت کلکته د راجستان په وړاندي میدان ته کښته کیږي.
د حیدر آباد او چیناي ترمنځ لوبه کي ګټونکی ټيم مستقیم پایلوبي ته لاره پیداکوي او بایلونکې لوبډله بیا د کلکتې او راجستان ترمنځ د یوه ګټونکي ټیم سره لوبه ترسره کوي بیا که هغه لوبه هر چا وګټل د دوهمي لوبډلي په صفت پایلوبي ته لاره پیداکوي.
د یادلو وړ ده، چي د یاد ټورنمنټ پایلوبه د مې میاشتي په ۲۶تمه نیټه د راتلونکي یکشنبي په ماښام ۶ بجې ترسره کیږي.