د هند لومړي وزیر نریندرا مودي عمران خان ته د بریا مبارکي ویلې ده

 

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پاکستان د ټاکنو له ګټونکي عمران خان سره په ټیلیفوني خبرو کي هغه ته د بریا مبارکي ویلې او دواړو مشرانو په سیمه کي د سولي لپاره هیله څرګنده کړې ده.

د جولای د ۲۵مې په ټاکنو کي د تحریک انصاف له بریا وروسته دا لومړی ځل دی چي مودي او عمران خان خبرې سره کوي.

دوی داسي مهال خبري سره کړي دي چي د هند او پاکستان ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلي دي.

عمران خان په خپله لومړنۍ وینا کي ویلي وو، چي غواړي له هند سره د کشمیر لانجه حل کړي.

دده په وینا که هند په دې برخه کي یو ګام اوچت کړي پاکستان به ارو مرو دوه ګامه اخلي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...