د ګردېزـ کابل له لویي لاري وسله والو طالبانو ۲۲ کسه له موټر کښته کړي او له ځان سره یې بیولي دي

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، پرون مازدیګر ناوخته وسله والو طالبانو د کابل ـ ګردېز پر لویه لاره د ګردېز اړوند تېرې سیمه کي دوه ویشت مسافر له موټرو ښکته کړي او تر دا مهاله يې برخليک معلوم نه دی.

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزی وايي، یرغمل سوي مسافر ټول عام وګړي دي.

دده په وینا وسله والو غوښتل هغه دولتي کسان برمته کړي چي په دې لویه لاره کابل او سویل ختیځو ولایتونو تګ راتګ کوي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...