د هلمند د ۲۴ ټیمونو ترمنځ پیل سوي سیالۍ پای ته ورسيدي

د هلمند فوټبال فدراسیون مرستیال عبدالرحیم بیک وايي : دغه سیالۍ ، چي د تیرو دوو میاشتو راهیسي پیل سوي وي موخه يې د ځوانو لوبغاړو هڅونه وه.

هغه وویل، وروستۍ لوبه د سولي او افغان اتلانو ترمنځ تر سره سوه ، چي د سولي اتلانو یو د صفر په وړاندي د دي لوبي اتلولي تر لاسه کړه.

دی وايي، بله سیالي هم هلمند کي پایلوبي ته رسیدلي ده، د ملت په میدان کي يې ترسره سوه پایلوبي ته يې د خورشید او پوځي ځوانانو لاره پیدا کړه.

هغه سیالیو کي دیرش لوبډلو ګډون کړی و .

د ورزش چارواکي وايي، په راتلونکي کي به یوه بله سیالی هم ترسره کړي ، او دوی به دا ځل د کپ پر ځای موټر او موټر سایکل ګټونکي لوبډلي ته ورکړي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...