د “راشد خان خیریه بنسټ” په پام کي لري چي لومړی په افغانستان کي له شاوخوا ۵۰۰ یتیم ماشومانو سره د ښوونځۍ په ورتګ کي مرسته وکړي.
راشد خان وویل، چي له لومړۍ ټولګي څخه تر ۱۲مي ټولګي پوري به د دغو یتیمو ماشومانو د ښووني ټول لګښت د ده ټولنه ورکوي.
ده وویل “افغانستان او د افغانانو دوعاو دې ځای ته ورسولم، اوس یې وخت دی چي خپلي ټولني او خپلو خلکو ته خدمت وکړم.”
د راشد خان د خیریه بنسټ د بورډ غړی نهضت خان شینواري وویل چي ډېر ژر به د بنسټ رسمي کارونه پیل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون