بلوم برګ او اسوشېټېډ پرېس خبري سرچینو د یو شمېر امریکایي چارواکو په وینا څرګنده کړې ده چي سپینې ماڼۍ د امریکا له دفاع وزارته غوښتي دي چي په دقیق ډول دا معلومه کړي چي په نورو هېوادو کي د دیره امریکایي ځواکونو د لګښت څومره برخه باید کوربه هېوادونه ورکړي.
کومو سرچینو چي دا معلومات ورکړي، هغوی د خپلو نومونو له څرګندونو ډډه کړې ده.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ دا شکایت لري چي د امریکا متحدان د ناټو د غړو په شمول، د ځانونو د دفاع لپاره سمه پانګونه نه کوي او د دې لګښتونو بار د امریکا د مالیه ورکوونکي غاړې ته لوېدلی.