د اسیا پراختیايي بانک د کابل – کندهار د لویې لاري د بیارغوني لپاره ۳۰ ملیونه ډالر مرسته کوي

د افغانستان د فواید عامې وزارت د جمعې په ورځ دا خبر تأیید کړ او ویې ویل چي د کابل – کندهار د لویې لارې د بیارغولو کار په درېیو پړاونو وېشل سوی دی.

دا لویه لار به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله ورغول سي.

د افغانستان حکومت وايي چي په وروستیو پنځلس کلونو کي تر اته زره کيلومتره ډیر سړکونه جوړ سوي دي.

خو د رپوټونو پر اساس، د افغانستان د سرکونو ډیره برخه د جګړې او د کیفیت د کمزورتیا له امله تخریب سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...