د فارس خبري اژانس د ایران د سپاه پاسدران د هوايي ځواک د قوماندان جنرال امیر علي حاجيزاده له خولي راپور ورکړی چي “هیواد به یې د توغندیو ازموینو ته دوام ورکړي.”
د حاجي زاده په وینا:
“د امریکا د متحدو ایالتونو عکسالعمل څرګنده کړه چي دا راکټي ازموینه ورته یوه لویه مسئله ده او د دې هیواد مشران یې غوصه کړي دي.”
د راپورونو له مخي ایران د ډیسمبر میاشتي په لومړۍ نېټه د منځني واټن ویشتونکی یو بالسټیک توغندی ازمویلی دی.
د امریکا متحده ایالات چي په روان میلادي کال کي له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له نړیوال اټمي تړونه ووتل، د ایران لهخوا د منځني واټن د توغندیو دا ازمویل د ملګرو ملتونو له پریکړهلیک څرګند سرغړاوی بللی او له امنیت شورا یې غوښتي چي د ایران دا اقدام وغندي.
خو روسیې د ایران دفاع کړې او ویلي یې دي، ایران د دا ډول توغندیو د ازمویلو حق لري.
ټاکل سوې چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډیسمبر په ۱۹ نېټه پر ایران د دې سازمان د پریکړهلیک د عملي کیدو په اړه غونډه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون