راپور: مهتمم صالح
د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کي د معلولینو د ستونزو اورېدو په اړه غونډه جوړه سوه، چي پر مهال يې د کندهار ولايت د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسٔولينو وويل، په دغه ولایت کي معلولينو ته خپل بشري حق نه دی ورکړل سوی.
د دغه کمېسيون د معلوليت لرونکو د څانګي مسول صاحیب زاده نالان وايي، معلولین هم بشر دی او بايد د روغو انسانانو غوندي چلند ورسره وسي.
نالان وايي، ډیری ادارې سته چي د معلوملینو لپار کار کوي بودیجه لري خو معلولینو ته یې د پام وړ کار نه دی کړی.
بلخوا د پنجوايي ولسوالۍ معلولین وايي، دوی ته د زده کړي زمينه نه ده برابره او دغه راز کار هم نه ورته پیدا کیږي.
دوی وايي، د کلي مشران د دوی په نوم له دولت څخه خوراکي توکي او نور امتيازات اخلي خو دوی ته یا نه رسیږي او یا هم کم شمېر کسانو ته ورکول کیږي.
دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي مخکي معلولين د کندهار ولايت مقام مخ ته راټول سوي وه او شکايت يې کوي چي دوی ته خپل کلنی معاش نه ورکول کيږي او په مياشتو مياشتو ځنډيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون