د اطلاعاتو او کلتور یاست مسؤلین وايي، د کندهار نارنج ماڼۍ کي یې مهم تاریخي اثار موندلي دي

له نیمي پيړۍ وروسته د سپړنو په پيل کي د کندهار نارنج ماڼۍ چي له تیرو دریو میاشتو راهیسي پکښي سپړني رواني دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د نارنج په ماڼۍ کي ښايي داسي څه ومومي چي د افغانستان دتاریخ مهمه برخه وګرځي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس فضل الباري بریالی وايي، د نارنج ماڼۍ په لوړه او کښته برخه کي يې سپړني کړي چي پر مهال یې یوه اندازه تاریخي توکي هم ترلاسه کړي دي.

ښاغلی بریالی زیاتوي په لاس راغلی توکي به د کندهار د موزیم یوه غوښینه برخه وګرځي .

نارنج دسیمي په کچه مهمه تاریخي ماڼۍ ده چي یو وخت يې د ارګ حیثیت دلود په دغه ماڼۍ کي د تاریخي اثارو د لاسته راوړلو ډیر امکان سته.

په افغانستان کي د سپړنو پر مهال ډیر باارزښته تاریخي توکي خلګ پر خپل سر وړي خو د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلی بریالی وايي، هر هغه څه چي نوي پيداکیږي، ثبتیږي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، په نارنج ماڼۍ کي به درې کاله سپړني کیږي.

مسؤلین زیاتوي، د نارنج ماڼۍ څخه ترلاسه سوي تاریخي توکي به د کندهار موزیم ته وسپارل سي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...