په هلمند کي د جنګ ځپلو سیمو اوسیدونکي د ماین له ویري خپلو کورونو ته نه سي ستنیدلای

راپور: جواد داوري

که څه د نهرسراج او باباجي د حوزي په عملیاتو کي جګړه نه وه یوازي د ماین چادونو د خطر له امله امنیتي ځواکونو په سم ډول پرمختګ نه سواي کولای.

اوس چې امنیتي ځواکونو د خپلو وسایطو د پاره لار خلاصه کړې ده یوشمیر ملکي کسان هم له همدي لار استفاده کوي.

د هلمند امنیه قوماندان وايي، د لښکرګاه په څلورمه حوزه کي په تیرو دوو ورځو کي تر ۴۰۰ اضافه ماینونه خنثی کړي دي.

عملیاتي ځواکونه هم  ماینونه تر جګړې خطر ناکه بولي ځکه په سړکونو، پلچکونو او داسي ځایونو کي ایښودل سوي وي چي ټول خلک استفاده ځیني کوي.

دغه سرتیري چې په عملیاتو بوخت دي وايي خلک همیشه د ماینونو د خنثی کولو غوښتنه ځیني کوي تر څو خپلو کورونو ته ستانه سي.

د سیمي اوسیدونکي که څه هم وايي چي په ازادانه پښه ټولو سیمو کي نه سي ګرځیداي بیا هم دولت څخه غواړي چي هغه پلچکونه او تخریب سوي سړکونه چي د ماین چاودنو له امله وران سوي وي بیرته له سره ورغوي.

تردې وړاندي د بشران په سیمه کي د ورته عملیاتو وروسته کله چي د سیمي اوسیدونکي بیرته خپلو کورونو ته ستنیدل د ماین چادونو له امله ۸ تنه ووژل سوي او تر ۱۵ زیات پکښي ټپیان سوي وه چي د لویانو په ګډون ښځي او ماشومان هم پکښي شامل وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...