چاودنه تېره ورځ ناوخته سوې ده.
راپورونه وايي، چي د دې ودانۍ مالک د وسلو قاچاقي و او له ودانۍ یې د وسلې د زېرمتون یا سلاکوټ په ډول کار اخیست.
د فرانس خبري اژانس د راپور له مخيمرستندویه ډلي د پېښي ځای ته رسېدلي او څو کسان یې له کنډوالو ژوندي اېستلي دي.
ویل کېږي لا هم ځیني کسان ورک دي. لندن کې د سوریې د انساني حقونو څار ډله وايي، د دې پېښي ډېری قربانیان له یوې اسلامپالې ډلي سره د تړلو وسله والو د کورنیو غړي دي.
ادلب د سوریې شمال ختیځ کي د ترکیې له پولي سره نږدې پروت دی.
نږدې دوه میلیونه او پنځه لکه کسان په ادلب کې ژوند کوي.
په دوی کي نیمايي کسان یا وسله وال دي یا هم دې سیمي ته کوچېدلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون