د زابل امنيه قوماندان وايي، امنیتي ځواکونه د کلات-کندهار د لویي لاري د خلاصون لپاره چي نن طالبانو تړلې ده عملیات کوي

سمونوال غلام جیلاني فرهاد وویل، یو شمیر مسافر پر دې لویه لاره بند پاته دي.

دا په داسي حال کي ده چي په غزني کي د رواني جګړې له امله له څلورو ورځو راپه دېوا د کابل کندهار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

په کندهار ولایت کي شااوخوا دوه زره مسافر چي له کندهار، هلمند، فراه او هرات څخه مرکز کابل ته تلل، بند پاتي او وايي چي له راز راز ستونزو سره مخ دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...